انالیانا بایربوک: چمتو یوو چې اوکراین ته لیوپارډ۲ ټانګونه ورکړو

انالیانا بایربوک: چمتو یوو چې اوکراین ته لیوپارډ۲ ټانګونه ورکړو


  • 1 کال دمخه (23/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 666

سمسور نیوز (۳سلواغه) د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک ویلي، هېواد یې چمتو دی چې پولنډ ته اجاز ورکړي؛ ترڅو په جرمني کې جوړ شوي «لیوپارد۲» ټانګونه اوکراین ته ورکړي.

نومړې تېره ورځ د فرانسې او جرمني له سرمشریزې وروسته «LCI» ټلوېزیون ته ویلي، چې جرمني اوکراین ته د دغو ټانګونو د ورکولو په اهمیت پوهېږي؛ نو ځکه په دې اړه له خپلو شریکانو سره بحثونه کوي.

تر دې وړاندې جرمني ویلي وو، تر هغو دغه ټانکونه کییف ته نه ورکوي، چې لومړی د امریکا متحدو ایالتونو د «ابرامز» په نوم جنګي ټانکونه اوکراین ته ورکړي نه وي.

د یادونې وړ ده، چې د جرمني حکومت اوکراین ته د لیوپارډ۲ دوه ټانګونو د نه ورکړې له کبله له سختو فشارونو سره مخ و.