متقي: عمومي عفوه مو په معاصر تاریخ کې بېلګه نه لري

متقي: عمومي عفوه مو په معاصر تاریخ کې بېلګه نه لري


  • 1 کال دمخه (23/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 594

سمسور نیوز (۳سلواغه۱۴۰۱) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارتین ګریفیتس سره په کابل کې کتلي دي. 

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل پر خپل ټوېټر لیکلي، چې مارتین ګریفیتس له امیرخان متقي سره افغانستان کې د ښځو د کار او زده‌کړو د ځنډېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده. 

تکل د امیرخان متقي له قوله لیکلي، چې افغانستان د نړیوالې ټولنې یوه برخه دی او ملګري ملتونه مسوولیت لري، چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان نږدې کولو کې خپل رول ولوبوي. 

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه راز ویلي، چې عمومي عفوه یې په معاصر تاریخ کې بېلګه نه لري.   

په دې کتنه کې، چې د پاملرنې بنسټ عمومي مشر او د یونیسف اجرایوي مرستیال هم ګډون درلود، د امنیت او افغانستان ته د بشري مرستو په جلب باندې هم خبرې‌ اترې شوې دي.