سر له سبا به افغانستان ته د ازبکستان د برېښنا صادرات د تېر په څېر بیا پیل شي

سر له سبا به افغانستان ته د ازبکستان د برېښنا صادرات د تېر په څېر بیا پیل شي


  • 1 کال دمخه (24/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 686

سمسور نیوز (۴سلواغه۱۴۰۱) د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د برېښنا د واردولو له تړون سره په یو وخت کې ازبکستان اعلان کړی، چې افغانستان ته د برېښنا د صادرولو جریان سر له سبا چهارشنبې څخه په عادي ډول بېرته پیلوي.    

د ازبکستان د انرژۍ وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان ته یې د برېښنا بهیر د تخنیکي ستونزو له امله موقتاً پرې کړی و.

افغانستان چې په وارداتي برېښنا تکیه دی، وخت ناوخت په کې د تخنیکي ستونزو له امله خلک درانه زیانونه ګالي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د افغان او ازبکستاني چارواکو ترمنځ د روان کال لپاره له ازبکستان څخه د برېښنا د واردولو تړون لاسلیک شو. 

خو له يوې اوونۍ راهيسې په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزې له امله د پلازمېنې په ګډون د هېواد يو شمېر ولايتونه په تياره کې ډوب شوي دي.  

بل خوا د برېښنا شرکت تېره شپه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې له ترکمنستانه د وارداتي برېښنا قرارداد یو کال نور هم وغځول شو.