سمسور نیوز (۴سلواغه۱۴۰۱) پاکستان کې د بریدونو له ډېرېدو سره جوخت، د پاکستان وتلی دیني عالم، مفتي تقي عثماني وايي، پاکستان کې جګړه «جهاد» نه ده.
نوموړي زیاته کړې ده، چې د پاکستان حکومت پر ضد وسلوال فعالیتونه «بغاوت»، «د شریعت خلاف» او «حرام» دي.
هغه د تحریک طالبان پاکستان فعالیت ته په اشارې سره ویلي، چې له امنیتي ادارو سره جګړه او د دولت ضد فعالیتونو ترسره کول، بغاوت دی او له جهاد سره هېڅ تړاو نه لري.
د تقي عثماني په وینا، د پاکستان «اسلامي سیاست» او «پالیسي» د نړۍ په ځانړګړي ډول اسلامي هېوادونو کې بې جوړې دي او «پاکستان ښودلې ده، چې په اسلام کې څومره مخکې» دی.
دغه مفتي، چې له طالبانو سره هم ډېره نږدې اړیکه لري، د افغانستان پخواني حکومت پر وړاندې یې جګړه «جهاد» بللې وه.
هغه دغه راز واک ته د اسلامي امارت رسېدل هم د مکې فتحې ته ورته بللي وو.