ایران: له زده کړو د ښځو او نجونو بې‌برخې کول د اسلام خلاف کړنه ده

ایران: له زده کړو د ښځو او نجونو بې‌برخې کول د اسلام خلاف کړنه ده


  • 1 کال دمخه (24/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 608

سمسور نیوز (۴سلواغه۱۴۰۱) د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان په افغانستان کې له زده کړو د ښځو او نجونو محرومول د اسلام له «لارښوونو» سره په ټکر کې بللي دي. 

نموړي دا څرګندونې نن د اقتصادي همکارۍ د سازمان (اېکو) د بهرنيو چارو وزیرانو په غونډه کې کړې. 

عبداللهيان په دې غونډه کې ټينګار کړی، چې په افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت جوړ شي.

ده زیاته کړې، هيواد يې د ا، ا له لوري چې ښځې او نجونې يې له زده کړو محرومې کړې دي، د اسلام له رحماني دين سره په ټکر کې ګڼي او خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.

هغه دغه راز ویلي، چې ایران د افغانستان لپاره د اېکو ملاتړي سیاست په طرح او تصویب کې یو له اصلي هېوادونو دی او تل یې د هغه له عملي کېدو ملاتړ کړی دی.  

تر دې وړاندې هم ډېری هيوادونو د ښځو او نجونو په تړاو د ا، ا له سياستونو سره مخالفت ښودلی.