سمسور نیوز (۴سلواغه۱۴۰۱) د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د ا، ا له خوا د نجونو پر زدهکړو بندیز ظالمانه بللی او د لغو کېده غوښتنه یې کړې.
ګوتریش زدهکړې د انسانانو بنسټیز حق بللی او په دې برخه کې یې د دولتونو د پانګونې غوښتنه کړې.
نوموړي ټینګار کړی، چې اوس د هغو ټولو قوانینو او کړنلارو د پایته رسولو وخت راغلی، چې زدهکړو ته د لاسرسي د مخنیوي لامل کېږي.
بل پلو؛ د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن دېکر په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د ښوونې د نړۍوالې ورځې لمانځنه ستونزمنه ده؛ ځکه چې افغان ښځې او نجونې اوس له دغه حقه محرومې دي.
دېکر زیاته کړې، زده کړې په اصل کې د افغانستان راتلونکي لپاره پانګونه ده او باید نجونې او هلکان هغې ته لاسرسی ولري.
یونسکو نن د زدهکړو نړیواله ورځ د افغانستان ښځو او نجونو زدهکړو ته ځانګړې کړې ده.