اميري: افغانان د يوه خپلواک او بې پرې قضايي سيسټم مستحق دي

اميري: افغانان د يوه خپلواک او بې پرې قضايي سيسټم مستحق دي


  • 1 کال دمخه (25/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 653

سمسور نیوز (۵سلواغه۱۴۰۱) د ښځو او نجونو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري وایي، د افغانستان کومو قاضيانو، وکيلانو او محکمو چې د قانون د حاکميت ترويجولو لپاره کار کاوه، په يوه شپه د ا، ا له خوا له منځه يو وړل شول. 

نوموړې پر خپله ټوېټر پاڼه، له خطر سره د مخ مدافع وکيلانو د نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي، چې په افغانستان کې محکمې منحل شوې دي، قاضيان او څارنوالان ګوښه شوي او مدافع وکيلان له خطر سره مخ دي.

اميري ليکلي، افغانان د یو خپلواک او بې طرفه قضايي سیستم مستحق دي، چې په کې مسلکي کارکوونکي د ښځو په ګډون د عزت، امنیت او درناوي سره خپلې مسلکي دندې ترسره کړی شي.

ا، ا په افغانستان کې بیا واک ته د رسېدلو وروسته ښځینه قاضیانې په کور کېنولې او هم یې د مدافع وکیلانو فعالیتونه محدود کړل.

په دې وروستو کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، چې مدافع وکیلان، قاضیان، څارنوالان او نور هغه کسان، چې د افغانستان له حقوقي نظام سره سروکار لري، مصونیت نه‌لري او له جدي خطرونو سره مخامخ دي.