افغانستان کې د سخت بشري ناورین په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

افغانستان کې د سخت بشري ناورین په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری


  • 1 کال دمخه (26/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 496

سمسور نیوز (۶سلواغه۱۴۰۱) د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد، د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو ته ویلي، چې له افغانستان سره د بشري مرستو بندېدل به ناوړه پایلې ولري.

د جرمني خبري اژانس د خبر له‌مخې، امینه محمد په بروکسل کې خبریالانو ته ویلي، حکومتونه به دې ته اړتیا لري، چې خپلو مالیو ورکونکو ته ووایي، چې ولې له افغانستان سره چې له ښځو سره دومره تبعیضي چلند کوي، مرسته کوي؛ خو تریخ حقیقت دا دی، چې په افغانستان کې به ښځې او ماشومان له بهرنیو مرستو پرته مړه شي.

نوموړې ویلي، په افغانستان کې چې اوس سخت ژمی دی یو شمیرخلک خواړه نه‌لري. 

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې ټینګار وکړ، چې د نړیوالې ټولنې هدف باید په نورو برخو کې پر اسلامي امارت  فشار راوستل وي ترڅو د ښځو په اړه تبعیضي پرېکړې بېرته واخلي.

د یادونې ده، چې امینه محمد تېره اوونۍ افغانستان ته راغلې وه او د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونو په اړه یې د اسلامي امارت له جارواکو سره خبرې کړې وې.