سعودي کې بندي لسګونه افغانان آزاد شول

سعودي کې بندي لسګونه افغانان آزاد شول


  • 1 کال دمخه (26/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 612

سمسور نیوز (۶سلواغه۱۴۰۱) اسلامي امارت وایي، په سعودي عربستان کې یې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ په هلو ځلو لسګونه افغانان له بند څخه آزاد کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې ۳۱۴ تنه افغان بندیان، چې د یاد هیواد په عسیر، جیزان، الباحه، ابها، طائف، مدینه منوره، قنفذه، شمیسي، تبوک او حدا زندانونو کې بندیان وو ازاد شول او خپل هیواد ته د راتګ زمینه ورته مساعده شوه. 

تکل په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو سیاسي بد لونونو یو شمېر هېواد وال د هېواد پرېښودو ته اړ کړل، چې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې لا هم زر ګونه افغانان بندیان او یا هم بې برخلیکه دي.