تر جرمني وروسته امریکا هم اوکراین ته جګړه‌ییز ټانکونه ورلېږي

تر جرمني وروسته امریکا هم اوکراین ته جګړه‌ییز ټانکونه ورلېږي


  • 1 کال دمخه (26/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 626

سمسور نیوز (۶سلواغه۱۴۰۱) تر جرمني‌ وروسته امریکا هم اوکراین ته د ځواکمنو جګړه ییزو ټانکونو 'اېم-۱  ابرامز' د استولو خبره کړې. 

تر دې وړاندې جرمني‌ ویلي‌ وو، چې اوکرایني ځواکونو ته به خپل ۱۴ 'لیپرډ ۲' ټانکونه واستوي.

جرمني نورو اروپايي هېوادونو ته هم د دې لپاره لار پرانېسته، چې له اوکراین سره د جرمني‌ ټانکونو مرسته وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، دا به ستراتېژیکو اهدافو ترلاسه کېدو لپاره د اوکراین وړتیا پیاوړې کړي.

اوکراین له څو میاشتو راهیسې دې ته په تمه و، چې لویدیځ ملګري یې دا ډول ځواکمن پوځي تجهیزات ور ولېږي.

د یادونې ده، چې لېپرډ ۲ ټانکونه په ځانګړي ډول د روسيې "ټي ۹۰" ټانکونو سره سیالۍ لپاره جوړ شوي، چې روسیه یې په دې جګړه کې کاروي.