سپینه ماڼۍ: که افغان حکومت د دوحې تړون عملي کړي؛ نو پر رسمیت به وپېژندل شي

سپینه ماڼۍ: که افغان حکومت د دوحې تړون عملي کړي؛ نو پر رسمیت به وپېژندل شي


  • 1 کال دمخه (28/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 591

سمسور نیوز (۸سلواغه۱۴۰۱) سپینه ماڼۍ وایي، که د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت پر رسمیت پېژندل غواړي؛ نو د دوحې تړون دې بشپړ عملي کړي. 

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي وروسته له هغې دا څرګندونې کړې، چې ګنې روسیه غواړي اسلامي امارت ته پاتې شوې امریکایۍ وسلې تر لاسه کړي.

دوه ورځې وړاندې ځینو رسنیو راپور ورکړی و، چې روسیه د افغانستان اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو په بدل کې هلته ته د پاتې امریکایي وسلو اخیستل غواړي. 

خو د سپینې ماڼۍ دغه چارواکي په دې اړه خپرې شوې اوزې رد کړې، چې ګواکې روسیه غواړي په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې او تجهیزات وپېري. 

نوموړي زیاته کړې، که افغان حکومت په نړیواله کچه په رسمیت پېژندلو او د نړیوالې ټولنې له لوري د همکارۍ په غوښتنې کې ریښتینی وي، باید په خپلو هغو ژمنو ودرېږي، چې د دوحې په تړون کې یې کړې وې. 

بل لورته اسلامي امارات هم دا راپورنه رد کړي، چې ګواکې روسیې ترې غوښتې په افغانستان کې پاتې شوې امریکایي وسلې دې ورته ورکړي.