سمسور نیوز (۸سلواغه۱۴۰۱) د هوا پېژندنې ادارې سبا او بل سبا په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل کړی.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځ به د کابل په ګډون په یو شمېر مرکزي او جنوبي ولایتونو کې واوره او دغه راز په ډېرو نورو ولایتونو کې باران ورېږي.
د ورښت اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر دوولس سانتي مترو پورې ښوودل شوې.
د هوا پېژندنې اداره په داسې حال کې د واورې او باران د بیا کېدو خبر ورکوي چې په هېواد کې په تېرو دوه اوونیو کې د هوا سړې څپې له سلو ډېر کسان او ۷۰ زره څاروي وژلي وو.