ملګري ملتونه سباته د افغانستان په اړه غونډه کوي

ملګري ملتونه سباته د افغانستان په اړه غونډه کوي


  • 1 کال دمخه (29/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 679

سمسور نیوز (۹سلواغه۱۴۰۱) ټاکل شوې،  چې په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی مارټین ګریفټس به سباته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو سازمان ته د یوې غونډې په ترڅ کې خپل راپور وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د عموي سرمنشي ویاند سټفیین دوجاریک په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا غونډه به د نیویارک په وخت د ورځې یوولس بجې پیل شي.

د هغه په خبره، په دې ناسته کې به د ماشومانو د ژغورنې ادارې اجراییه رئیس جانتي سورپیو، د ماشومانو د وجهي صندوق مرستیال عمر عبدي او د پاملرنې موسسې مشره سوفیا پینیرو هم په انلاین بڼه ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوه اوونیو کې د مارټین ګریفټس او د امنې محمد په مشرۍ د ملګرو ملتونو دوه لوړ پوړو پلاوو د نجونو د زده کړو او مېرمنو د کار په برخه کې د اسلامي امارت له بېلابېلو چارواکو سره لیدنې درلودې.