کونړ کې د یوه کور چت پرېوتو پېښه کې درې کسه مړه او ۱۳ نور ژوبل دي

کونړ کې د یوه کور چت پرېوتو پېښه کې درې کسه مړه او ۱۳ نور ژوبل دي


  • 1 کال دمخه (29/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 558

سمسور نیوز (۹سلواغه۱۴۰۱) پس کونړ ولایت کې د کوټې چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي او ۱۳ نور ژوبل دي. 

د کونړ د والي ویاند نجیب الله حنیف ویلي، چې پېښه تېره شپه د شیګل ولسوالۍ په «سورانو» کلي کې هغه مهال رامنځته شوې، چې د یادې کورنۍ ټول غړي په یوه خونه کې ویده وو.

نوموړي زیاته کړې، چې د شیرالله په نامه د یوه ځايي اوسېدونکي د کور چت پرېوتی، چې له امله یې د هغه درې لورګانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ نور غړي ژوبل شوي دي.

د هغه په خبره، د پېښې قربانیان په وخت د کونړ ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی. 

د ژمي په موسم کې ډېر کله دا ډول پېښې رامنځته کېږي، چې لامل یې د کورونو زوړوالی او ورښتونه ښودل شوي دي.