توماس وېسټ د افغانستان په اړه پاکستان، آلمان او سوېس ته سفر کوي

توماس وېسټ د افغانستان په اړه پاکستان، آلمان او سوېس ته سفر کوي


  • 1 کال دمخه (30/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 627

سمسور نیوز (۱۰سلواغه۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ د افغانستان په اړه له خپلو شریکانو سره پاکستان، المان او سوېس ته سفر کوي.  

د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد سفر د جنوري له ۲۹ پیل او د فبروري تر څلورمې به دوام وکړي. 

خبرپاڼه کې راغلي، د اسلامي امارت وروستیو پرېکړو نړیواله ټولنه ننګولې؛ نو ځکه دوی هڅه کوي، چې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو لپاره له لویدیځ سره په ګډه کار وکړي. 

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغو هېوادونو ته د خپل شپږ ورځني سفر په ترڅ کې به توماس وېسټ له امریکايي شریکانو سره پر سلا مشورو سربېره له افغانانو او مرستندویه موسسو سره هم په افغانستان کې د خپلو ګډو ګټو په اړه خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې توماس وېسټ له دې وړاندې هم د افغانستان په اړه یو شمېر  هېوادونو ته سفرونه کړي وو.