او ای سي: د افغان نجونو د زده کړو په اړه شوې پرېکړې دې لغوه شي

او ای سي: د افغان نجونو د زده کړو په اړه شوې پرېکړې دې لغوه شي


  • 1 کال دمخه (30/01/2023)
  • سمسور نیوز
  • 620

سمسور نیوز (۱۰سلواغه۱۴۰۱) د اسلامي همکاریو سازمان په خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو د کانکور ازموینې د ځنډېدو پرېکړه خواشینونکې بللې ده. 

یاد سازمان تېره شپه پرخپله ټوېټرپاڼه له اسلامي امارت غوښتي، چې پر خپلې دې او دې ته ورته نورو پرېکړو له سره کتنه وکړي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې دا ډول اقدامات به د نجونو او ښځو د تعلیم او کار چاپېریال کې ستونزې رامنځ ته کړي.  

بل لورته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینې محمد په یوه کړي ټوېټ کې ویلي، چې په افغانستان کې یې د نجونو د زدکړو او د مېرمنو پر کار د محدودیتونو د دوام په اړه د اسلامي امارت چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

نوموړې لیکلي، د افغانانو د ستونزو لپاره د حل لار د ملګرو ملتونو سازمان له لومړیتوبونو څخه دي.