پاکستان: د ښځو پر کار او زده کړو بندیز د پښتنو د کلتور یوه برخه ده

پاکستان: د ښځو پر کار او زده کړو بندیز د پښتنو د کلتور یوه برخه ده


  • 1 کال دمخه (02/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 594

سمسور نیوز (۱۳سلواغه۱۴۰۱) په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی وایي، په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو د اسلامي امارت بندیزونه له دین سره هېڅ تړاو نه لري او د پښتنو له کلتور څخه سرچینه اخلي.  

منیر اکرم دغه څرکندونې پرون په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه یوه غونډه کې کړې دي. 

منیر اکرم ویلي، پر زده کړو او کار د اسلامي امارت د بندیز پرېکړه د پښتنو د کلتور یوه برخه ده، چې ښځو ته په کور د کېناستو امر کوي. 

د اکرم په خبره، پښتانه عجیب کلتور لري، چې له پېړیو راهیسې خپل دغه کار ته د یو ارزښت په سترګه ګوري.

د یادونې وړ ده، چې د نوموړي دغه څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې او دا د پښتنو کلتور ته سپکاوی بلل شوی دی. 

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو پر دغه پاکستاني استازي توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې پښتانه د جګړې قرباني دي؛ خو هېڅ وخت د زده کړو مخالف نه دي. 

منیر اکرم یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ا، ا د واک ترلاسه کولو وروسته، لومړی له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او بیا د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

په دې وروستیو کې د خصوصي پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون مخه هم نیول شوې ده.