ملګري ملتونه: د بشري مرستو رسولو کې د ښځو رول یوه اړتیا ده

ملګري ملتونه: د بشري مرستو رسولو کې د ښځو رول یوه اړتیا ده


  • 1 کال دمخه (02/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 559

سمسور نیوز (۱۳سلواغه۱۴۰۱) په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس وایي، په افغانستان کې د بشري مرستو په رسولو کې د ښځو رول ته جدي اړتیا ده.

مارټین ګریفیټس د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې ویلي، که په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لیرې نه شي؛ نو د بشري مرستو بهیر کې پرمختګ ناشونی دی. 

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ټینګار کړی، چې بشري سازمانونه به خپل کار ته دوام ورکړي او په افغانستان کې به حضور ولري؛ خو په هغه صورت کې چې د ښځو له کار سره ښکاره مخالفت نه وي. 

ده ویلي، بشري سازمانونه به خپل فعالیت ونه‌دروي، بلکې د اصولي کار لپاره د لاروچارو په لټه کې دي.  

د هغه په وینا، بشري سازمانونو ته د روغتیا او پوهنې په برخو کې معافیت ورکړل شوی، څو دوی وکولای شي په دغو برخو کې خپل فعالیتونه پیل کړي.