افغان حکومت امریکا ته: بندیزونه د اړیکو پرمختګ خرابوي

افغان حکومت امریکا ته: بندیزونه د اړیکو پرمختګ خرابوي


  • 1 کال دمخه (02/02/2023)
  • 651

سمسور نیوز (۱۳سلواغه۱۴۰۱) افغان حکومت د امریکا تازه پرېکړه غندلې ده او دا یې د دواړو لوریو ترمنځ په اړیکو کې د پرمختګ پر وړاندې خنډ بللی دی. 

امریکا د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې وروستیو محدودیتونو په غبرګون د ا، ا پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو د ویزو نوي  بندیزونه لګولي دي.

خو د بهرنیو چارو وزارت پر ټوېټر خپره شوې اعلامیه کې د امریکا دې پرېکړې په غبرګون کې راغلي، چې د امریکا دا ډول کړنې د اړیکو پرمختګ مخ کې خنډونه جوړوي. 

په اعلامیه کې له امریکا غوښتنه شوې، چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او دوی هم چمتو دي، چې د اختلافي مسائلو په اړه ورسره بحث وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه اعلامیه کې، چې تېره ورځ خپره شوې ویلي، چې د ا.ا پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو او هغو کسانو یې د ویزو تازه بندیزونه لګولي، چې د ښځو پر وړاندې وروستیو محدودیتونو کې ښکېل دي.