په افغانستان غوندې هېواد کې د عنوان دواړه کلمې عجیب و غریب داستانونه لري. دلته ډېرو د مسلک لپاره بل خوړلی، تړلی، شړلی او ان له ژونده زړه توری کړی خو په همدې مسلک کې به یې هیڅ ځای نه وي لوستي، چې بل ته ضرر رسوه، ظلم ورباندې کوه یا يې زړه بدی که. ده به طبعا د همدې مسلک اخلاقي ارونه هم لوستي وي،خو تمثیل به یې ورته ګران وي. خبره چې د مسلک شوه، دا به هم ووایو چې دلته مسلکیتوب هم د مرغۍ پۍ دي.
ځینې داسې خلک هم لرو چې څو برخو کې به یې زده کړې کړي وي؛ دی به خپل دلایل لري خو دی د معاصر علمي غورځو پرځو په کتار کې تر ټولو وروستی ځکه دی، چې اول مسلک کې چندان میړنی نه و/ ونه چلید، یا یې خوښ نه و ځکه یې بل ولوست. د کورنۍ له لوري د یوې رشتې تحمیل، په زدکړیز بهیر کې ورسره ناسم او دوه ګونی چلند، اقتصادي، مکاني او زماني بدلون یې نور لاملونه دي خو ځینې بیا دا هیڅ هم نه لري، خو په ډېرو درونو او صنفونو کې یې پښه ایښي وي. یوه ډله یې بیا د دندې له مخې پر بل مسلک ورتپل شوي دي، موخه یې موقف او پیسې پیدا کول دي، دا ډله د نورو او عموم کې د ټولنې لپاره مضره ځکه ده چې نه خپله د اړوند مسلک سره بلد دی او نه هم بل متخصص او کادر ته د کار چانس ورکوي.ټولنې ته د لسو مسلکونو پر ځای د یو مسلک په سمه مانا لوستل ډېره ګټه رسوي خو مهمه دا ده چې د مسلک په سترګه ورته وکتل شي. زموږ لویه موخه د مسلک په سترګه کتل دي خو مخکې تر دې به د ایډیالوژۍ خبره هم وکړم. ددې ایډیالوژۍ او مسلک په ټاکنه کې که د هر چا لاس وي، دا هم ومنﺉ چې شرایط په تېره بیا اقتصادي کمزورتیا پکې لوی لاس لري. موږ ډېر کله د پیسو لپاره ایډیالوژۍ منلي او مسلکونه لوستلي دي. د دیني روایاتو له مخې زموږ لویه ایډیالوژي او فکري سنګر اسلام دی، چې د مومنوالي لپاره پرې مکلف شوي یو خو پر دې سربېره همدلته په دین کې هم رانه لارې شوې دي او په نورو برخو کې هم. ایډیالوژي به په زور تطبیق شي خو منل کېږي نه خو دا هم ده چې لا شعوري، احساساتي برخورد او د پیسو ډېرولو یا ګټلو لپاره هم ایډالوژي قبلېږي. افغان وطن ته چې هره ایډیالوژي راغلې، د پردیوالي داغ ورباندې دی خو لکه ددې ایډیالوژیو منشور چې وي، وحدت نه تفرقه یې پیدا کړې. حاکمې ایډیالوژۍ طبعا د ځان پر ځای روان مخالفت ورو او تېز ډب کړی خو له منځه یې نه وړی او نه یې خپلې ریښې ټینګې شوې دي. خبره چې د مخالفت راغله نو بایده ده چې ووایو، موږ د خپلې ایډیالوژۍ تطبیق، منلو او حاکمولو لپاره افراط زیات کړی خو فکر کم. مخالف مو سرکوبه کړی خو د مخالفت پر دلیل مو فکر نه دی کړی؛ دغسې نه د یوې ایډیالوژۍ پښې ټینګې شوي او نه د بلې د راپیدا کیدو بهانې ختمې شوې دي. په هر صورت د مسلک او ایډیالوژۍ انتخاب زموږ د ټولنې لپاره ډېره فکري اړتیا نده، بلکې زماني او ابن الوقت پریکړه ده، چې له عواقبو وروسته مو ورته پام کېږي، چې ګني انتخاب مې سم نه و. د افغانستان تاریخ ته په کتلو سره اوس تقریبا د ایډیالوژیو سره دلچسپي کمه شوې، خو انکار ترې هم نه شي کیدای. دا سمه ده چې ایډیالوژي د انسان او په تېره د لوستي انسان لپاره مهمه ده خو دا چې موږ له خپلې ایډیالوژۍ د زور،زر، څوکۍ او بنګلو تمه کوو، ایډیالوژي خواره کۍ نه ده ملامته، ځکه خو یې تر حاکمیت وروسته په جیګو سترګو ستاینه او دفاع نه شو کولی. تر ایډیالوژۍ مخکې په کار وه د مسلک خبره شوی وای خو اوس هم څه تلي راغلي نه دي. مسلک بیا انفرادي کیدای هم شي او د ښه او بد دلایل یې هم په فرد پورې منحصریږي. هغوی چې د خپل مسلک اړوند منفي خبرې اوري/ لولي، باید تایید یې نه کړي( متاسفانه ما ډېر خلک لیدلي چې پر یو مسلکي یې د (خو) ګوته کیښودل شي، دی ووایې: هو والله یو وخت ما هم دا تېروتنه کړې، دې برخه کې مې کار کړی، یا مې لوستی دی). دغه ډول له کاراو مسلکه تیښته له کړي کار او لوستي مسلک سره جفا ده، کنه په کار خو داده چې خبره یې په خوله کې ور وچه شي.
خوشال بابا وایي:
د نامردانو ورسره کار نه شته
غم د مردانو دی، مردان د غم دی.
مانا دا چې مسلکي باید د خپل مسلک مرد میدان شي او ځواب ورکړي.
هغوی چې عیب لري، منفي خویونه لري، نور ورسره په تکلیف وي، چیرته هم نه وایې چې هو والله دغسې ستونزه او عیب لرم، بلکې سل او زر دلایله درته پیدا کوي، که دې قانع نه کړي، ځان هم نه ملامتوي. مسلکونه له علمي اړخه ټول که مهم دي، له (خو) هم پاک دي خو ټولنه يې د خپلو برداشتونو، ګټو او تعبیرونو له مخې تعریفوي. د یوې برخې متخصص که د تیښتې پر ځای استدلال وکړي، ممکن مخالف لوری قانع کړي، یوه ګټه یې دا شوه چې د خپل مسلک یو مخالف یې راخپل کړ، بله یې داده چې پر ځان، خپل مسلک او استدلال یې باور ډېرېږي، په همدې برخه کې نوره مطالعه یې ضمني ګټه ونیسﺉ خو که تیښته وکړي، نه دا چې یو مخالف به یې دوه شي، بل به یې هم ونه لولي او بده یې لا دا چې دغسې به هر مسلک بې څښتنه شي، سبا به نه تیوري وي، نه مسلک او نه د مسلک د کار او اړتیاوې تشخیص..
1401_ 10_ 18