ملګرو ملتونو د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې

ملګرو ملتونو د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل پر نیول کېدو اندېښنه ښودلې


  • 1 کال دمخه (04/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 572

سمسور نیوز (۱۵سلواغه۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي ریپورټر ریچارډ بنټ د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل د راخوشې کېدو غوښتنه کړې ده. 

نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، دوی د اسماعیل مشعل د نیول کېدو ته اندېښمن دي.

هغه لیکلي، د سوله‌ییزو او مدني فعالیتونو په نښه کول د منلو وړ نه دي.

بل لورته د بښنې نړیوال سازمان هم پرخپله ټوېټرپاڼه له اسلامي امارت غوښتي، چې د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل ژر تر ژره ازاد کړي.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ د نشراتو رییس عبدالحق حماد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې اسماعیل مشعل له یوې مودې راهیسې په ډېر مهارت د نظام پر ضد پاروونکې کړنې کولې، چې وړمه ورځ د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.

نوموړي څه موده وړاندې په یوې ټلویزوني خپرونه کې خپل اسناد وڅېرل او له هغې وروسته یې د سرک پر سر د کتابونو وړیا وېشلو ته مخه کړه.