مسکو د افغانستان په اړه غونډه کوي

مسکو د افغانستان په اړه غونډه کوي


  • 1 کال دمخه (04/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 547

سمسور نیوز (۱۵سلواغه۱۴۰۱) ټاکل شوې، چې روانه اوونۍ روسیه د افغانستان په اړه د یوې ناستې کوربه وي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې په دې غونډه کې به د منځنۍ اسیا د څو هېوادونو د امنیت شورا استازي او دغه راز د هند، چین او پاکستان چارواکي برخه ولري.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د یادو هېوادونو استازو ته یې بلنلیکونه استولي؛ خو د اسلامي امارت د استازي د ګډون په اړه یې څه نه دي ویلي. 

په دې ناسته کې به د امنیت، اقتصاد او د افغانستان بشري وضعیت په اړه خبرې وشي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په مسکو کې د افغانستان په اړه ناستې شوې وې، چې تر ډېره په کې پراخ بنسټه حکومت او له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي په اړه بحثونه شوي وو.