سمسور نیوز (۱۵سلواغه۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ له یو شمېر جرمني چارواکو سره د ا، ا د وروستیو پرېکړو او د پایلو په اړه خبرې کړي دي.
وېسټ تر دې مخکې اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره پر دې موضوع خبرې کړې وې.
نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په برلین کې یې له یو شمېر جرمني چارواکو سره په دې اړه سلا مشورې کړې، چې څنګه افغانستان کې ښځې بېرته خپل کار ته وروګرځي او د هغوی ملاتړ وکړي او د دغه هېواد له خلکو سره حیاتي مرستې ترسره کړي.
تمه ده، نوموړی به تر پاکستان او جرمني وروسته د همدې موضوع د بحث لپاره سوېس ته هم سفر وکړي.