سمسور نیوز (۱۵سلواغه۱۴۰۱) سیمه ییزې سرچینې وایي، د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ اووه غړي په مرموز ډول په ډزو وژل شوي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند محمد اصف وزيري وایي، دا ډلييزه وژنه تېره شپه د چمتال ولسوالۍ په «جرقلعه» کلي کې شوې ده.
وزیري ویلي، په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ده زیاته کړې، چې د پېښې انګېزه تر اوسه روښانه نه ده او پوليسو د قضيې پلټنه پيل کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې مرموزې وژنې په کمسارې ډول زیاتې شوې دي، چې د خلکو جدي انېښنې یې راپارولي دي.