سعودي په افغانستان کې د خپل سفارت فعالیتونه ځنډولي

سعودي په افغانستان کې د خپل سفارت فعالیتونه ځنډولي


  • 1 کال دمخه (05/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 516

سمسور نیوز (۱۶سلواغه۱۴۰۱) د سعودي په سفارت کې یو شمېر سرچینو خبر ورکړی، چې یاد سفارت په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د یاد هېواد په سفارت د برید د امکان له کبله سفارت خپل کارکوونکي پاکستان ته لېږدولي دي.

که څه هم په دې اړه خپله سفارت او د طالبانو چارواکو په رسمي ډول څه نه دي ویلي؛ خو ویل کېږي چې یاد سفارت خپل ځینې شیان هم د لیلام په ډول پلورلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر میلادي کال د روسیې په سفارت هم برید شوی و، چې په پایله کې یې یاد هېواد په افغانستان کې خپل قونسلي خدمات وتړل .

که څه هم اسلامي امارت وايي، دوی په افغانستان کې د سفارتونو امنیت ته جدي پاملرنه کوي؛ خو بیا هم لیدل کېږي چې په کابل کې د کم شمېر هېوادونو سفارتونه فعال دي.