توماس وېسټ: د ا، ا سیاستونو میلیونونه افغانانو سره د مرستو بهیر ټکنی کړی

توماس وېسټ: د ا، ا سیاستونو میلیونونه افغانانو سره د مرستو بهیر ټکنی کړی


  • 1 کال دمخه (05/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 581

سمسور نیوز (۱۶سلواغه۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په جینوا کې د یو شمېر مرستندویه موسسو او بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له استازو سره ناسته کړې ده. 

نوموړي پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د سوېس په جنیوا ښار کې یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې، روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکې ادارې او یو شمېر نورو مرستندویه ادارو له استازو  سره کتلي دي.

ویسټ زیاته کړې، چې د اسلامي امارت وروستیو بندیزونو میلیونونه افغانان له زیان سره مخ کړي او دوی ته یې د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی.

هغه دغه راز لیکلي، په افغانستان کې بشري وضعیت، په ځانګړي ډول د نجونو او مېرمنو وضعیت په جدي توګه خرابېدونکی دی؛ نو په کار ده چې د ملګرو ملتونو د راپور ورکوونکې ادارې ملاتړ وشي.

د یادونې وړ ده، چې توماس وېسټ د جنوري میاشتې له ۲۹مې نېټې راهیسي، جرمني سوېس او پاکستان ته خپل سفرونه پیل کړي وو، چې په یادو هېوادونو کې یې له یو شمېر چارواکو سره د افغانستان په اړه بحثونه وکړل.