کرن ډېکر: پر مېرمنو او نجونو محدودیت افغاني ټولنه له راتلونکې بې‌برخې کوي

کرن ډېکر: پر مېرمنو او نجونو محدودیت افغاني ټولنه له راتلونکې بې‌برخې کوي


  • 1 کال دمخه (05/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 559

سمسور نیوز (۱۶سلواغه۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکر وايي، له ښوونځيو او کاره د افغان مېرمنو منع کول ټوله افغان ټولنه له خوړو او راتلونکي بې‌برخې کوي. 

اغلې کرن ډېکر پر خپله ټوېټر پاڼه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د ا.ا پر یو شمېر مشرانو د وېزې وروستیو محدودیتونو ته په اشارې سره لیکلي، چې اسلامي امارت د بانکي سکتور د ښه کولو لپاره هیڅ هم نه‌کوي؛ خو له ښوونځیو نجونو او په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو د کار د مخنیوي لپاره ډېر څه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله وروستۍ پرېکړه کې د اسلامي امارت غړو ته د وېزو پر صادرولو محدودیت ولګاوه.