مجاهد: کابل کې د سعودي سفارت لنډمهالی تړل شوی، چې بېرته به پرانېستل شي

مجاهد: کابل کې د سعودي سفارت لنډمهالی تړل شوی، چې بېرته به پرانېستل شي


  • 1 کال دمخه (06/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 678

سمسور نیوز (۱۷سلواغه۱۴۰۱) سرپرست حکومت هغه آوازې، چې ګواکې سعودي عربستان خپل سفارت په کابل کې تړلی، بې‌اساسه وبللې.

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د سعودي سفارت کارکوونکي د لنډمهاله روزنې په موخه له کابله وتلي دي او ډېر ژر به بېرته راستانه شي. 

تر دې وړاندې د سعودي په سفارت کې یو شمېر سرچینو خبر ورکړی وو، چې یاد سفارت په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي. 

د سرچینو د معلوماتو له مخې، یاد سفارت د امنیتي ګواښونو له کبله خپل کارکوونکي پاکستان ته لېږدولي دي.

که څه هم تر دې مهاله اسلامي امارت کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو ځینې هېوادونه لکه چین، روسیه، ترکیه، پاکستان، ایران او ځينې نور په کابل کې ډیپلوماټیک فعالیتونه لري.