ترکیه کې د ریښتر په کچه ۷،۸ درجې زلزله شوې

ترکیه کې د ریښتر په کچه ۷،۸ درجې زلزله شوې


  • 1 کال دمخه (06/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 734

سمسور نیوز (۱۷سلواغه۱۴۰۱) د ترکیې په جنوب ختیځه برخه کې نن سهار د ریښتر په کچه ۷،۸ درجې زلزله شوې ده.

د راپورونو له مخې، د دې زلزلې ټکانونه د ترکیې ګاونډي هېواد سوریه کې هم محسوس شوي او یو شمېر کورونه یې نړولي دي. 

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷،۸ بللی او په وینا یې چې مرکز یې په ۱۸ کیلو متره لاندې په ځمکه کې پېژندل شوی دی.  

راپورونو کې راغلي، چې د دې زلزلې له امله لږ تر لږه ۷ ودانۍ نړېدلې او تر دې دمه یې لږ تر لږه د ۱۵ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.  

دغې زلزلې په دیاربکر ولایت کې ډېر زیانونه اړولي او هلته لسګونه کسان تر نړېدلو ودانیو لاندې دي.

چارواکو دا زلزله شدیده بللې او د زیاتې مرګ‌ژوبلې د احتمال خبر یې ورکړی دی.