لنډه کیسه: حد - ماهر احسانزی

لنډه کیسه: حد - ماهر احسانزی


  • 1 کال دمخه (06/02/2023)
  • ماهر احسانزی
  • 721

حاکم  ښایسته شېبه خپلې سترګې د تورګل په چاودلي، سپېره مېره مخ کې ټومبلې وې، په ځای تاو شو. څو قدمه شاته لاړ، چټک ګامونه یې را واخیستل. تور ګل یې په دواړو لاسونو له ګریوانه را ونیو. څو جټکې یې ورکړې ، په یوه سا ورته لګیاشو:

ستاسې له سترګو حیا الوتې. ویره، شرم، غیرت هر څه مو په کوناټي وتپل. اخر دومره سپین سترګې له کومه ځایه؟

حاکم خپله غوسه سړه کړه.  وښکي یې پاک کړل. ژوره ساه یې واخیسته. تور ګل ته یې پر اوږه لاس کېښود. تور ګل ځوړند  سر نیولی و. سپڼ یې نه خوت، پښې یې  لړزیدې. یوه یوه ګوته به یې موټي کې ونیوه، ټق به شو ، بیا به یې له بلې ټق وویست. حاکم د خبرو ژبه را نرمه کړه:

 ګوره ځوانه، اخر ته هم انسان یې، کورنۍ لرې، د پښتنو وطن دی، عزیز ، تربور، سیال لرې، اخر ولې ځان د خلکو د خندا کوې؟

 ولې نورو ته ځان ټیټ سترګی کوې؟

 ولې داسې یوه لاره نه ټاکې چې هم در نه خدای خوشاله وي اوهم کورنۍ

زه خو ستا زړه ته حیران یم، ستا ایمان و عقیدې ته حیران یم. ماته ډېر جرمونه راغلي خو پدې دومره عمر کې دغسې جرم !!!! افسوس دې وي. هم دې ځان تبا کړ هم دې خپله کورنۍ . 

تورګل سترګې پورته کړې . شاو خوا یې وکتل. حاکم که څومره هم څیره ورته عادي کړې وه، خو ده ته مخکنۍ جټکې وریادې شوې. څنګ ته ولاړ خلک یې وکتل، چې سترګې یې په ده کې خښې کړې دي، ځینې حاکم ته په تعظیم را ټیټ شوي ، چا داړې چینګې کړي، دوو پکې لاسونه پرنامه ایښي، هیڅ غږ نشته. یا د حاکم ساګانې دي چې بې واره یې وباسي او یا یې د پښو ښکالو . حاکم بیا خبرې وغځولې:

تورګله زه چاته لګیا یم؟ 

ته که د خبرو په ژبه نه پوهېږې نو ... مخ یې تاو کړ، ورپسې ولاړ ځوان ته چې قلم و کتابچه یې په لاس کې نیولې وه، وویل:

لښتې راوړه ، دی به خپله په خبرو راشي.

تورګل سر پورته کړ . ساه یې وویسته . شونډې یې موسکې کړې.

ټنګ شو چې مخ یې د حاکم د غضب څپیړه وخوړه ورته یې کړه: 

بې حیا مرګ ځان ته وغواړه، بې غیرته ته لا  خاندې.

داسې د نرتوب کار دې کړی. سړی که دې وژلی وای ، د قانون به مجرم وای د وجدان او ټولنې نه . ته پوهېږې ستا کار نه د نرتوب دی او نه هم د خندا ، سپیه غلی ودریږه. 

تورګل سترګې پورته کړې، په رپیدلو شونډو یې وویل : 

هو زه  زه زه بې غیرته سهی. زه بې حیا سهي . تاسو چې څه وایی ټول سم دي. 

حاکم یو قدم را مخکې شو . بیا یې  ترې وپوښتل : 

اخر ولې دې داسې وکړل؟ دا خو د خدای کور دی، بل تا ښه لیدل چې قاضیانو په همدې موقعه پر غلو حد جاري کاوه، نه له خدای ویریدې، نه د خدای له کور او د خدای له حده حیا درتله؟

تورګل _ حاکم صاحب د خدای له ذاته څه ان له نومه یې حیا راځي، خو ماسره بله لاره نه وه .

_ اخر ستونزه څه وه ؟ 

__ پوروړي راته دیره کې ناست و،  یا مې باید پیسې ورکړی وای او یا به مې د لور دسمال ورکاوه. زه پښتون هم یم، عزیزولي او تربورولي هم پیژنم، ایمان و غیرت هم لرم او د همدې تربورولۍ او ټولنې کې جیګو سترګو ګرځیدو لپاره مې له جوماته غلا کړې. تورګل خبرې ته ځان جوړاوه چې دروازه خلاصه شوه. حاکم د نوکر له لاسه قوده کړې لښتې واخیستې، درب شو ، چله دروازې وړاندې ولویدې. د دروازې له ګړب سره یې په کوټه کې دا خبره څو ځلې را تاوه شوه: 

 د بې وزلۍ جرمونه په حدونو نه په کارونو ختمیږي.