بامیان؛ ټرافیکي پېښه کې درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بامیان؛ ټرافیکي پېښه کې درېیو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 1 کال دمخه (07/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 441

سمسور نیوز (۱۸سلواغه۱۴۰۱) د بامیانو په یکاولنک ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او دوه نور ټپیان دي. 

بامیانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد خواني رسا وایي، دغه پېښه په ياده ولسوالۍ کې د یوه باروړونکي موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.

هغه ویلي، چې د یادې پېښې ټپیان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

بل لورته ویل کېږي، چې له وړمې شپې راهیسې ‏د کابل - بامیان لویه لار د واورې ورېدو له کبله تړل شوې ده.