سبا او بل سبا ۲۸ ولایتونو کې د سخت باران او واورې ورېدو اټکل شوی

سبا او بل سبا ۲۸ ولایتونو کې د سخت باران او واورې ورېدو اټکل شوی


  • 1 کال دمخه (07/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 597

سمسور نیوز (۱۸سلواغه۱۴۰۱) د هوا پېژندې ادارې د روانې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د سالنګونو په شمول د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د سخت باران او واورې ورېدو اټکل کړی دی.  

د هوا پېژندنې ملي ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چې په دغه ولايتونو کې بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، غزني، تخار، کندز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، بامیان، سمنګان، دایکندي، غور، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس او هرات او سالنګونه شامل دي. 

خبر پاڼه کې راغلي، چې د اورښت کچه به په بېلابېلو نقاطو کې له ۱۵ څخه تر ۴۰ ملي متر او د واورې کچه به په بېلابېلو نقاطو کې له ۱۵  څخه تر ۵۰ سانتي مترو پورې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې هېواد کې تېره میاشت د یخنۍ څپې له کبله لسګونه کسان مړه شوي او زرګونه څاروي تلف شوي دي.