سمسور نیوز (۱۹سلواغه۱۴۰۱) د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له افغانستان سره د ۴۸زره ژمنیو کمپلو مرسته کوي.
یادې کمېشنرۍ ویلي، چې دغه کمپلې به ۱۲ لاریو کې د ازبکستان په «ترمز» کې د دغه کمېشنرۍ له لوجیستکي مرکز څخه افغانستان ته ولېږدول شي.
د یادې کمېشنرۍ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه راغلي، چې دغه کمپلې به په سخت ژمې کې له افغانانو سره مرسته وکړي.
په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې دغه سازمان په روان ژمي کې په افغانستان کې له ۸۰زره کسانو سره ژمنۍ مرستې کړې دي.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې افغانانو په سخت ژمي کې لا زیاتو بشري مرستو ته اړتیا لري.