د اروپایي ټولنې استازی له ترکي چارواکو سره د افغانستان پر سر غږېدلی

د اروپایي ټولنې استازی له ترکي چارواکو سره د افغانستان پر سر غږېدلی


  • 1 کال دمخه (08/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 614

سمسور نیوز (۱۹سلواغه۱۴۰۱) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وايي، ترکیې ته یې د خپل درې ورځني سفر پر مهال د یوه سوله ییز افغانستان په اړه مثبتې لیدنې درلودې. 

نیکولسن پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې انقرې او استانبول ته یې د خپل سفر په ترڅ کې د ترکیې د ولسمشر د ستر سلاکار النور سیویک په ګډون له لوړ پوړو ترکي چارواکو او یو شمېر افغان فعالو مېرمنو سره کتلي دي.

د اروپايي ټولنې دغه استازی تېره اوونۍ پاکستان ته تللی و او هلته یې هم له پاکستاني چارواکو سره په لیدنو کې د افغانستان په اړه خبرې کړې وې.

توماس نیکولسن په دې لیدنو کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر رعایت او ټول‌شموله حکومت پر رامنځ ته کېدو ټینګار کړی و.