په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر تر ۱۵زره واوښت

په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر تر ۱۵زره واوښت


  • 1 کال دمخه (09/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 602

سمسور نیوز (۲۰سلواغه۱۴۰۱) په ترکیې او د سوریې شمال کې د زورورې زلزله له کبله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۵۰۰۰ پورته ختلی دی.   

د راپورونو له مخې، په دواړو هیوادونو کې لسګونه زره کسان ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ا، ا د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ترکیې په زلزله کې کابو ۱۰۰ افغان وګړي مړه او یا هم ټپيان شوي دي.  

دغه وزارت زیاته کړې، چې په ترکیه کې د افغان وګړو د قربانیانو شمېر وروستی نه دی او ښايي چې زیات شي.  

د ترکیې او سوریې په ځینو برخو کې له مرګونې زلزلې درې ورځې تېرې شوې او لاهم د ژغورنې عملیات دوم لري.  

بېلابېلو هېوادونو ترکیې ته، د ژغورنې او مرستو رسولو ټیمونه لېږلي دي.