سمسور نیوز (۲۱سلواغه۱۴۰۱) د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د دغه هېواد سفیر عبیدالرحمن نظاماني لا هم په پاکستان کې دی او تر اوسه افغانستان ته نه دی ستون شوی.
د دغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ په یوه خبري ناسته کې ویلي، تر اوسه یې په دې اړه پرېکړه نه ده کړې، چې خپل سفیر افغانستان ته بېرته واستوي.
اغلې بلوڅ وایي، دوی لاهم په افغانستان کې د وضعیت په ارزونې بوخت دي.
د پاکستان سفیر د تېرې ډېسمبر میاشتې په لومړیو کې وروسته له هغې له افغانستانه ووت، چې په کابل کې د پاکستان په سفارت ډزې وشوې او یو ساتونکی یې ټپي شو.
هغه مهال پاکستان ویلي و، چې سفیر یې د سلا مشورو لپاره ورغوښتی او په راتلونکو ورځو کې به بېرته کابل ته ستون شي.
خو له هغې ژمنې اوس له دوو میاشتو ډېر وخت تېر شو او لا هم پاکستان پرېکړه نه ده کړې، چې خپل سفیر کله استوي.