ترکیې او سوریه کې زلزله؛ د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۱ زرو واوښت

ترکیې او سوریه کې زلزله؛ د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۱ زرو واوښت


  • 1 کال دمخه (10/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 546

سمسور نیوز (۲۱سلواغه۱۴۰۱) په ترکیې او سوریه کې د تېرې دوشنبې ورځې زلزله کې د وژل شویو کسانو تائید شوی شمېر پر ۲۱ زرو اوښتی دی. 

د راپورونو له مخې، د دې زلزلې له کبله په دواړو هېوادونو کې ۷۳ زره کسان ټپیان دي.

ترکي چارواکي وايي، په ۱۰ زلزله ځپلو ولایتونو کې ۱۲۰ زره مرستندویه کارکوونکي په کار بوخت دي، چې تر ۶ زرو ډېر یې د ۷۵ هېوادونو وګړي دي.  

د ترکیې ولسمشر په زلزله ځپلو سیمو کې د درېیو میاشتو لپاره بېړنی حالت اعلان کړی او د دغې خونړۍ زلزلې له قربانیانو سره یې ژمنه کړې، چې په راتلونکي کال کې به د دوی لپاره کورونه جوړ کړي. 

خو ملګري ملتونه خبرداری ورکړی، چې د رامنځ ته شوي ناورین بشپړ ابعاد او اړخونه لا روښانه نه دي.‌