افغان حکومت ترکیې ته د ژغورنې په عملیاتو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی

افغان حکومت ترکیې ته د ژغورنې په عملیاتو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی


  • 1 کال دمخه (10/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 643

سمسور نیوز (۲۱سلواغه۱۴۰۱) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره ټليفوني خبرې کړې دي. 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ضیا تکل پر خپل ټوېټر لیکلي، چې امیر خان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړی، چې د اړتیا په صورت کې یې د ژغورنې او د بېړنۍ روغتيايي پاملرنې ټیمونه د مرستې لپاره چمتو دي.   

نوموړي زیاته کړې، چې انقره کې افغان سفارت هم د مرستې لپاره د زلزلې سیمې ته ټیم لېږلی. 

په ترکیې او سوریه کې د تېرې دوشنبې ورځې ځواکمنې زلزلې له کبله تر اوسه تر ۲۱ زرو د زیاتو کسانو د مړینې او تر ۷۳ زرو نورو د ټپي کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.