سمسور نیوز (۲۲سلواغه۱۴۰۱) د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن واشنګټن ته د سفر پر مهال پرون له خپل امریکايي سیال انټوني بلېنکن سره کتلي او د افغانستان په ګډون پر بېلابېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا، د اټمي موافقې د مذاکراتو او د افغانستان او فلسطین په پرمختګونو خبرې وشوې.
تر اوسه د دې لیدنې په اړه نور جزییات نهدي ورکړل شوي؛ خو امریکا قطر د افغانستان په مسائلو کې خپل یو مهم سټراتیژیک ملګری بولي.