ملا عباس اخند: جاپان دې په دې سخت وخت کې د افغانانو لاسنیوی وکړي

ملا عباس اخند: جاپان دې په دې سخت وخت کې د افغانانو لاسنیوی وکړي


  • 1 کال دمخه (11/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 640

سمسور نیوز (۲۲سلواغه۱۴۰۱) پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست ملا محمد عباس اخند له جاپان غوښتنه کړې، چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې له اړمنو او ځورېدلو افغانانو سره په څنګ کې پاتې شي.

یاد وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د دې وزارت سرپرست پرون په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاډا سره لیدلي او اړمنو ته د رسېدو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د دې وزارت سرپرست د افغانستان په ختیځ کې د تېتسو ناکامورا له فعالیتونو او پروژو ستاینه کړې ده. 

په ورته مهال د جاپان سفیر ویلي، چې د جاپان خلک او حکومت په افغانستان کې د تېتسو ناکامورا د پروژو بشپړولو په اړه د نظر توافق لري.