د روغتیا وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ

د روغتیا وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ


  • 1 کال دمخه (12/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 579

سمسور (۲۳سلواغه۱۴۰۱) د عامې روغتيا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په جي ۵ کنفرانس کې د ګډون په موخه د يوه پلاوي په مشرۍ ايران ته سفر وکړ.

د باختر اژانس د خبر له مخې، د عامې روغتيا سرپرست وزیر او مل پلاوی به په دې سفر کې همدارنګه له خپل ایراني سیال سره په روغتیايي سکتور کې د دوه اړخیزو همکاریو، په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې انسټېټیوټ لنډمهاله او اوږدمهاله د ظرفیت جوړونې پروګرامونو، په ایران کې د افغان کډوالو د روغتیا او د هغه روغتونونو په اړه، چې د ایران له لوري په بامیان او کابل کې جوړېږي، د کاري پرمختګ په اړه بحث او خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د عامې روغتيا وزارت سرپرست څه موده وړاندې پاکستان ته هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو روغتيايي همکاريو په موخه سفر کړی و.