پنجاب کې یو کس دیني مقدساتو ته د سپکاوي په تور په وهلو ډبولو مړ شوی

پنجاب کې یو کس دیني مقدساتو ته د سپکاوي په تور په وهلو ډبولو مړ شوی


  • 1 کال دمخه (12/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 649

سمسور نیوز (۲۳سلواغه۱۴۰۱) د پاکستان پولیس وايي، قهرېدلو ځوانانو د شنبې په ورځ په پنجاب ایالت کې يو سړی ديني مقدساتو ته د سپکاوي په تور په وهلو ټکولو مړ کړی دی.

د فرانسې خبري آژانس په حواله په سلګونو ځوانانو د پنجاب ایالت په ننکانه صاحب ولسوالۍ کې د پولیسو پر یو مرکز هجوم وروړ، چېرته چې دغه سړی په کې د هغه د حفاظت لپاره ساتل کېده.   

پولیس وايي، قهرجنو خلکو لومړی پولیسان ټپيان کړل او بیا يې د پولیسو په مرکز کې خرابکاري پيل او ورپسې ېې سړی تر هغې وواهه چې مړ شو. 

چارواکي وايي، پر دغه ۳۰ کلن سړي تور و، چې د مسلمانانو مقدس کتاب قرانکریم ته يې توهین کړی دی. 

تر دې مخکې د ۲۰۲۱م کال په دسمبر کې یو سریلانکايي وګړی، چې په پاکستان کې د يوې کارخانې منيجر وو، هم دیني مقدساتو ته د سپکاوي په تور د قهرېدلو خلکو له خوا د وهلو په نتيجه کې مړ شو.