هېواد او وطن - اجمل ښکلی

هېواد او وطن - اجمل ښکلی


  • 1 کال دمخه (12/02/2023)
  • اجمل ښکلی
  • 785

"هېواد" د پښتو د نورو کلمو غوندې يوه عادي کلمه ده؛ خو د شهرت تر لوړو څوکو قلندر صاحب ورسوله، چې پر پټه خزانه يې په نيوکه کې په خپل مشهور اثر"پټه خزانه فی الميزان" کې وکاروله. د قلندر صاحب دريځ دا و، چې "هېواد" په پټه خزانه کې د "وطن" په مانا راغلی، خو که د پخوانۍ شاعرۍ پاڼې راواړوو، هېواد پکې د "لرې ځای" او "پردېس" په مانا دی. د قلندر صاحب په اند، دا ښيي، چې پټه خزانه جعلي ده. 

ګڼو ليکوالو او څېړونکو هغه وخت او وروسته د قلندر صاحب د ټولو، په تېره د "هېواد" په اړه د نيوکو ځوابونه ويلي، په دې کې يو استاد همېش خليل صاحب دی. که څوک د پټې خزاني په اړه د قلندر صاحب د نيوکو ځواب غواړي، نو ښه اثر د همېش صاحب "تول پارسنګ" دی، چې په دقت او تفصيل يې د پټې خزانې دفاع کړې. 

همېش صاحب د "وطن" په مانا د "هېواد" په اړه ګڼ ديواني شعرونه راوړي او په دې کې يې د شک خبره نه ده پرېښې، چې "هېواد" د "وطن" په مانا ده؛ خو په دې ټوله لړۍ کې زه د پټې خزانې د مخالفانو او پلويانو يوه چلن ته متوجه شوم او هغه دا چې دوی له کلمو نه د پرېکندې مانا هيله لري، سره له دې چې ژبه لکه انسان د بدلون په حال کې وي او کلمې هم د وخت او قرينې له بدلون سره مانا بدلوي، پراخوي، محدودوي، مثبتوي او منفي کوي. 

دا يوازې د "هېواد" خبره نه ده، بلکې قلندر صاحب ګروهېدل, بهير, ګواښ, مواس او نورې کلمې هم يادې کړې دي، چې همېش صاحب يې ځواب ويلی دی. "ګروهېدل" د خوشال او عبدالقادر خان خټک د شعرونو په استناد د قندر صاحب په اند، له مافوق الفطرته د وېرې مانا لري؛ خو همېش صاحب ګڼې بېلګې راوړي، چې د عقيدې مانا پکې ښندي. 

د "ګروهې" کلمه آرياني بنسټ لري او په فارسي کې هم د "ګروهېدن" فعل شته. داسې ګڼې بېلګې شته، چې د قلندر او همېش صاحب د دريځونو سموالی ښيي او دا ځکه چې دا دواړه ماناوې د "ګروهي" متضاد نه، ګډ اړخونه دي، چې دا مفهوم يې رانغاړلای شي او دا د پټې خزانې د جعليتوب دليل نشي کېدای. 

کله چې د کلمې پر ځای د مفهوم خبره کوو، مطلب دا چې د بسيطوالي پر ځای د ترکيب خبره کوو. هر مفهوم يوه حوزه لري، چې ګڼ صفتونه او ارزښتونه رانغاړي، چې دا پرې له بل مفهومه بېلېږي. "وېره" د "ګروهې" يو صفت دی، همغسې لکه د "مارغه" د مفهوم صفتونه چې "الوتل، بڼکې، هګۍ، وزرې، مښوکه او نور دي"؛ خو دا صفتونه نسبي وي، مطلب په ځينو غړيو کې ممکن ټول وي، په ځينو کې ځينې صفتونه وي؛ نو څرنګه چې موږ له مارغه نه د الوتونکي يا هګۍ کوونکي مانا اخيستلای شو او پر يوه صفت يې د تمرکز په موخه يادولای شو، داسې "ګروهه" هم د وېرې په مانا اخيستلای شو.

دا د مفاهيمو نرمښت ښيي او د مفاهيمو نرمښت مو د کلمو په ماناوو کې له قطعيت راګرځوي او نسبيت او احتياط ته مو وربولي، ځکه چې دا ممکنه ده، چې کلمې رنګارنګې ضمني او استعارې ماناوې واخلي؛ خو بيا به يې هم د ټولنيز قراداد له مخې او د پوهاوي له امله يوه مانا جوته وي؛ نو که د "ګروهې"، "هېواد" او نورو کلمو په اړه د قلندر صاحب او همېش صاحب دريځونه وګورو، قلندر صاحب که په ځينو ماناوو کې تېروتی ښکاري، په ځينو کې يې هغو کمو کارېدونکو ماناوو سترګې وربرېښولې؛ خو د همېش صاحب يې مخه بيا هغه مرکزي مانا ته ده. 

د وطن په مانا د "هېواد" د کلمې په اړه همېش صاحب ځينې لنډۍ هم راخيستې دي چې يوه يې دلته راخلو: 

د کوم هېواد په هوا ګرځې

ستا له فراقه ما ته نه راځي خوبونه

موږ ته چې "هېواد" رسمي غوندې کلمه ښکاري، په عاطفي متونو کې يې نه کاروو او که په پخوانۍ ديواني شاعرۍ کې يې ووينو، هم داسې راته ايسي، چې د هغه وخت شاعرۍ ته به هم له رسمياتو ورغلې وي، دا ځکه چې "هېواد" په اوسنۍ پښتو کې له نوېزونو سره هممهاله دود شوی. د نوېزونو په اړه به دا ويل دقيق نه وي، چې پر وړاندې يې بېخي بې عاطفې يو، خو چلن مو ورسره سوړ وي او کله يې آن پر وړاندې د کرکې احساس کوو، ځکه چې له نوېزونو سره زموږ د ځينو ليکوالو مخالفت په موږ کې د کرکې عاطفه پيدا کړې. 

دا بېله خبره ده، چې د وطن په مانا د هېواد د کلمې په ماناوو کې هم وخت په وخت بدلون راغلی. پخوانيو شاعرانو خپل کلي ته هم هېواد ويلی؛ خو په شلمه پېړۍ کې د معاصرې ملتپالنې څپې د "وطن" غوندې د "هېواد" حدود هم پراخه او سياسي کړل او په سياسي متونو کې د هېواد د کلمې کارونې د دې کلمې سياسي بار دروند کړ. 

خو چې په لنډيو کې د "هېواد" کلمه ووينو، نو د "هېواد" په اړه پر خپل دريځ مو شکمن کړي او هغه داسې چې تر وطن په پښتو کې هېواد لرغونی دی، آن د اسلام د راتګ په لومړيو پيړيو کې چې لا پښتو له عربي نه ډېره نه وه اغېزمنه، د امير کروړ په وياړنه کې يې وينو؛ خو وروسته به د عربي برلاسۍ او په فارسي او عربي د غږېدو او ليک برترۍ "هېواد" حاشيې ته کړی او "وطن" د متونو منځ ته راوړی وي. هغه وخت چې وطن ورو ورو د هېواد ځای نيوه، ممکن د خلکو چلن به له "وطن" سره همداسې سوړ او رسمي و لکه اوس چې يې له "هېواد" سره دی. پخوانۍ ديواني او ولسي شاعرې خو همدا وايي. 

مفاهيم په خپل ذات کې عاطفي او ناعطفي نه وي، دا ټولنه ده، چې د قراداد په بڼه په ژبه کې له مانا سره سره د عاطفې سا پوکي. سوسور هم چې ژبه له ارزښتونو ډکه بولي، ورسره د ټولنيز قرارداد خبره نه هېروي. 

موږ تر ډېره د ژبې په اړه په بحثونو کې د ټولنيز قراداد خبره هېروو. که پر کلمو غږېږو او که پر ګرامر، ژبه له ټولنې بهر د يوه خپلواک نظام په توګه فرض کوو، ځکه چې دا له موږ سره مرسته کوي، چې د ژبې په اړه پرېکنده خبرې وکړو، مثلا دا ډول قضاوتونه: دا بڼه سمه ده، دا نه ده سمه، د کلمې دا مانا سمه او دا ناسمه ده. 

د ژبې په لړ کې د ټولنيز تړون خبره دومره مهمه ده، چې که قراداد له منځه لاړ شي، په اصل کې هغه ژبه ومري او هغه قوم بدل شي او که د يوې کلمې له سره د ټولنيز قراداد لاس لرې شي، هغه کلمه بيا کلمه نشي پاتې، ځکه مانا يې د ټولنيز قراداد له برکته وي او مانا د ژبپوهانو په اند، هغه څه دي، چې يوه کلمه له ژبني حيثيته برخمنوي، ګنې هسې خو د غږونو له پيوستونه ګڼې بنې جوړېدای شي، خو چې مانا و نه لري، ژبنی توکي ورته نشو ويلای. 

خبره دا ده، چې ټولنيز قرارداد خو له ژبې بهر څيز دی؛ خو دا رامنځته کېږي څنګه؟ د ژبې په اړه ټولنيز قراداد ناشعوري وده کوي، د ادراکي ژبپوهانو په اند، موږ پر هغه پيلامي(سېمبوليک) واحد په اسانه پوهېږو، چې د قرارداد کچه يې لوړه وي.، چې دې ته ميشت شوي توکي وايي. يعنې قرارداد بېلابېلې درجې لري، چې له بهر نه پر ژبه تحميلېږي، مثلا که زه ووايم "کتاب" ټول يې په اسانه په مانا پوهېږي، ځکه چې د قراداد درجه يې لوړه ده؛ خو که "کتابغالی" ووايم، لوستونکی ټکنی کېږي، ځکه چې له داسې يوه پېچلي پيلامي واحد سره مخ دی، چې لا په پښتو کې سم نه دی ميشت شوی؛ نو که زه څو ځل د هغې سيالۍ لپاره چې کتابونه پکې لوستل کېږي يا د هغه کتابتون لپاره چې کتابونه پکې مطالعه کېږي، د ځانګړي نوم يا د کتابتون لپاره د عام نوم په توګه وکاروم؛ نو ورو ورو دا نوېز د قرداد له ټيټې، بيا منځنۍ او بيا لوړې درجې برخمنېږي او په ژبه کې ميشتېږي، چې له دې سره يې پر وړاندې له نااشناتوبه د ويونکو راپيدا شوې وېره ختمېږي او د خپلې ژبې په يوه مانوسه غړې ورته بدلېږي. 

ټولنيز قرارداد هممهاله د ټولو ويونکو له خوا په ژ به نه تحميليږي، بلکې په سر کې ښايي يو ځواکمن يا مخور شخص يا اداره، چې د عامولو لارې چارې ورمعلومې وي، يوه کلمه يا څو کلمې وکاروي يا ووايي او هغه بيا معمول شي. په روسيه کې د فورماليست اصطلاح د فورماليستانو لپاره همداسې دود شوه. د پښتو معاصر نوېزونه هم د مرکه د پښتو او پښتو ټولنې غوندې ځواکمنو ادارو او ځينو ځواکمنو کسانو، چې سياسي يا علمي واک يې درلوده، دود کړې. 

ټولنيز تړون دومره ځواکمن وي، چې آن کله خلک د کلمو ژبنۍ مانا او دروندوالي ته هم نه ګوري؛ خو چې يوه کلمه يو ځل د قراداد اجازه ليک واخيست، بيا ميشته شي، مثلا په پښتو کې ولسمشر ولسي مشر ته وايي؛ خو اوس د دولت مشر لپاره عام شوی او خلک يې د سموالي لپاره ژبني او ټولنيز دلايل هم لري. 

څرنګه چې د هرې ټولنيزې حوزې او هر ټولنيز ژانر لکه قضا، تدريس، دوکانداري، رسميات او... ژبه نسبت يو بل ته توپير لري، چې دا توپير له دې حوزو سره د ټولنيز چلن زېږنده وي. دا توپير په علمي او ادبي متونو کې هم راښکاره کېږي. د رياضي په علم او شاعرۍ کې د کارېدونکې کلمې په اړه د ټولنې د عاطفې ډول مختلف وي او دا مختلف چلن وخت په وخت بدلېږي. د هېواد د کلمې په اړه هم موږ خپل دريځ بدلولای او هغه پخوانی شاعرانه مقام يې راژوندی کولای شو، البته دا به څه ګټه ولري؟ دا مهمه نه ده، مهمه دا ده، چې موږ د ټولنيز قرارداد او له مفاهيمو سره د ټولنې عاطفي چلن ته پاملرنه وکړو. دا پاملرنه راسره په پخوانو متونو کې د کارېدونکو کلمو پر ماناوو په پوهېدو کې مرسته کولای شي.