سمسور نیوز (۲۳سلواغه۱۴۰۱) د جوزجان - بلخ پر لویه لاره په حد بخشي سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله يو کس خپل ژوند د لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.
د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ امنیه قوماندان کفایت الله متوکل وايي، دغه پېښه نن سهار د کرولا او فلاينکوچ موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
هغه زياته کړې، په دې پېښه کې په کرولا موټر کې یو تن مړ شوی او درې نور ټپیان دي؛ خو د فلاينکوچ موټر سپرلیو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.