د کډوالو کمېشنري: هيڅوک باید له زده‌کړو محروم نه‌شي

د کډوالو کمېشنري: هيڅوک باید له زده‌کړو محروم نه‌شي


  • 1 کال دمخه (13/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 628

سمسور نیوز (۲۴سلواغه۱۴۰۱) د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي، هيڅوک باید په هېڅ حالت کې له زده‌کړو محروم نه‌شي.

دې کمېشنري د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو په پرانیستلو ټینګار کړی دی. 

د دې کمېشنرۍ د اسیا پسفیک څانګې پر خپله  ټوېټر پاڼه یوه ويډیو خپره کړې، چې افغان نجونې مخکې د دې سازمان له‌خوا تمویلیدونکو ښوونځیو ته تللې.

دا په داسې حال کې ده، چې څه باندې ۵۰۰ ورځې تېرېږي، چې د افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو دروازې بندې دي.

په دې وروستیو کې د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازې هم وتړل شوې.