سمسور نیوز (۲۴سلواغه۱۴۰۱) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.
الکوزي ویلي، خوراکي مواد، غوړي او ساختماني مواد له روسیې واردېږي.
د نوموړي په خبره، روسیې له افغانانو سره د سوداګرۍ شرایط نرم کړي.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان تېر کال ۴ میلیون ډالره صادرات روسیې ته کړي چې ټول یې د ممیزو عایدات وو.
تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمیتري ژېرنوف هم ویلي و، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.
هغه ویلي، مسکو غواړي افغانستان ته د نفتي او خوراکي موادو په صادراتو کې زیاتوالی راولي.