د واینو د نریو جګو ګیلاسونو له جنګولو سره د پيالو کړنګ او د نجلۍ د خندا شرنګ شو. سړي اخ کړل. نجلۍ شونډو ته پورته کړی ګیلاس ټنګ پر میز کیښود، سره شراب د پیالې یوې لپې، بلې لپې ته راغلل، ولاړل خو ونه څڅیدل. نجلۍ په چیچلو غاښونو وویل:
-خیریت
-هاغه د اورسۍ پر ژۍ شمه مړه شوه
نجلۍ د دوی پر میز د لګیدلې شمې تار په ګوتو ومروړه. سړي یې لاس کش کړ:
-دغه څه کوې وبه سوځې
نجلۍ لاسونه له سر سره پورته ونیول، لکه چې ناڅې:
– هاغه شمه په دومره لوی اخ ارزیده چې کییف دې خراب کړ خو شاوخوا رستورانت له شمو ډک دی
-انسان په ژوند کې د لویو ارمانونو لپاره هڅې کوي نو وررسیږي، د کوچنیو لپاره کوشش نه کوي نو ترې پاتیږي
-ستا لوی ارمان څه دی چې وررسیدلی یې
-دلته د ( اوفوز) په سړک د شپاړسمې پیړۍ دغه رستورانت ته له تا سره راتګ..
– یعني تر ما هاغه شمه مهمه ده چې اخ دې پرې وکړ
سړي د واینو ګیلاس د نجلۍ له ګیلاس سره چې لاهم پر میز ایښی و وجنګاوه. نجلۍ لاسونه پر میز کیښودل، مزغی یې شاته کوږ شو. سړي د نجلۍ پر لاس ګوتې تیرې کړې، هغې لاس کش کړ. ده د واین ګیلاس ورمخته کړ، نجلۍ لکه تندې پسې اخیستې په یوه ساه ګیلاس په سر واړاوه، ودریده. ګارسون راغی:
-نور راوړم
نجلۍ په زنګیدلي زنګیدلی غږ ورته وویل:
-خو شپږ شو، اووه شو، څو شو، نور څو وڅښو
سړي چې بټوې ته لاس کړ، نجلۍ د وره په خوا وخوځیده، ده پیسې پر میز واچولې په نجلۍ پسې یې کږه وږه منډه کړه. نجلۍ د رستورانت مخې ته د سړک د غاړې څراغ ته له ریملو ډکې سترګې پورته ونیولې. سړي ورته وویل:
– یو بل وړوکی ارمان مې اوس هم شته
نجلۍ ټیټ کړي باڼه بیرته پورته کړل، لکه پوښتنه چې کوي څه شی؟
سړي ورته وویل:
– که مې وس وای دغه د اوفوز د سړک د غاړې ټول څراغونه مې دغه شیبه مړه کول
نجلۍ دوې ګوتې سره کړۍ کړې:
-زما کوچنی ارمان هم هغه و چې د میز د سر لګیدلې شمه دغسې مړه کړمه، خو تا نه پریښودم
سړي نجلۍ له لاسه کش کړه:
-راځه چې ورشو اوس یې مړه کړه
نجلۍ سر وخوځاوه په کش او ګیر کې دواړه د زاړه پراګ د ( اوفوز)* سړک په ډبرو فرش کږې وږې شیوې لارې په خندا خندا روان شول، د بوټونو یې داسې ټک ټک و لکه پيړۍ مخکې چې به پر دې سړک د مستو جوړه اسونو د نعلونو ټکا خته.
پای