د ترکیې او سوریې زلزله کې د مړو شویو شمېره له ۴۰زرو کسانو پورته شو

د ترکیې او سوریې زلزله کې د مړو شویو شمېره له ۴۰زرو کسانو پورته شو


  • 1 کال دمخه (15/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 835

سمسور نیوز (۲۷سلواغه۱۴۰۱) په ترکیه او سوریه کې د وروستیو زلزلو له امله د مړو شمېر له ۴۰ زرو پورته رسېدلی او له شااوخوا ۹۰ زره ډېر کسان ټپیان شوي دي. 

د راپورونو له مخې، په ترکیه کې د وروستۍ زلزلې له امله ۳۵۴۶۰ کسان مړه او له ۸۲ زره ډېر ژوبل شوي دي.  

سرچینې زیاته کړې، دغه‌راز له ۶ زره ډېر کورونه او دنګې ودانۍ ړنګې شوې، ۹۵ زره کسان ژغورل شوي او ډېر نور اوس هم تر ړنګو ودانیو لاندې دي.

د ترکیې حکومت ویلي، ۱۶۶ زره کورني او بهرني ژغورونکي د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخلي. 

بلخوا د سوریې حکومت خبر ورکړی، چې هلته د زلزلې له امله ۵ زره  کسان مړه او له ۵۰۰۰ ډېر ژوبل شوي دي.

د ترکیې په زلزله کې سلګونو افغانانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې؛ خو د افغانستان سفارت تر اوسه د ۱۱۶ وژل شویو افغانانو هویت مالوم کړی دی.

د یادونې ده، دا شمېرې نهايي نه دي او د زياتېدو اټکل یې شته.