سمسور نیوز (۲۶سلواغه۱۴۰۱) د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد له ا، ا د داعش پر ضد د مبارزې غوښتنه کړې ده.
زلمي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې داعش د ا، ا او نړیوالې ټولنې ګډ دښمن دی.
نوموړي لیکلي، چې د داعش پر ضد همکاري د راتلونکیو اړیکو مهمه برخه جوړېدای شي.
هغه دا هم ویلي، چې د دوحې تړون بشپړ عملي کېدل به ټولو اندېښنو ته ځواب ووايي.
د دوحې تړون د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ پر ۲۹ د امریکا او ا، ا ترمنځ لاسلیک شو.
نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په وروستیو کې داعش وسله والې د کابل په ګډون ځینو ولایتونو کې د څو بریدونو مسؤلیت منلی دی.