سمسور نیوز (۲۷سلواغه۱۴۰۱) د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د نادولتي موسسو پر ښځینه کارکوونکو د ا، ا بندیزونو هغو بې وزلو مېرمنو ته مرسته رسونه ټکنۍ کړې، چې کونډې دي او یا کورنۍ یې نارینه سرپرست نه لري.
بلخوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي، چې افغان ماشومانو کې روان ساړه ژمي د ساتنګۍ ناروغي په کمساري ډول خپره کړې.
یونېسف دغه راز زیاته کړې، چې نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز اړمنې کورنۍ ستونزو سره مخ کړې دي.
که څه هم په روغتیايي اډانه کې ځینو ادارو ته اجازه ورکړل شوې، چې خپلې ښځینه کارکوونکې بېرته ور وغواړي؛ خو له لویه سره د نادولتي ادارو کارکوونکې لا هم د ا، ا د بندیز له امله کار ته نهشي تللی.